په سلوګونی نښی دراکتی یرغل له پاره پرایران باندی نښانی سویدی دی
ژباړونکی: ((عزیزاحمدخوارمل)) 	ژباړونکی: ((عزیزاحمدخوارمل))

 

دفرانسی دکمونست ګونددورځپاڼی "اومانیته" مهمه مقاله

ایران

دبمباریود رامنځته کیدونکو غمیزی(فاجعیی)دجوړیدلوپه درشل کې
 امریکا

دبلی هیروشیماپه جوړه ولوکی
 په سلوګونی نښی دراکتی یرغل له پاره پرایران باندی نښانی سویدی دی

نښو (۹۹) په سلوکی هیڅ ډول اړیکی دایران داټومی فعالیت سره نلری !

   دانټرنیټ  د منابعوڅخه

دامریکی ددفاع په وزارت کې یومسؤول اوکارپوه کس وایې :یوه ډله کارپوهان ددی یرغل درامنځته کیدونکی ورانی اوویجاړی او نورو فنی  اړخونه ددی کارپوهانو ترمطالعی لاندی قرارلری .   
 دوی په دی بوخت دی چې ددی یرغل نه  وروسته راتلوونکی پیښی دراډیواکیتودوریځواودنوروتشعشعاتو، اوددی یرغل دقربانیانوشمیراودچټلییواودکثافاتودخپریدلواغیزه اوتاثیر پرژونداوچاپریال باندی په راتلوونکی کلونوکی،دااوس ددغوکارپوهانوترڅیړنی اومطالعی لاندی  قرارلری
.

داومانیته ورځپاڼه دفرانسی دکمونست ګوند دلړلیداونظریاتوخپرند ویه  ورځپاڼه ده،اودسیمورهرش دخبری تفسیرپه خپریدلوسره پرایران باندی دنظامی یرغل په هکله ،دغه ورځپاڼه زیاته وی :

دپنتاګون یومشاورټینګار کوی چې مخصوص جزوتامونه له دغه اوس نه دلګه کیوسره دجګړی د رامنځته کولودپاره،دایران پرضدپه  لګه کیو کی کاراوفعالیت روان دی : لکه اذریان په شمال کی،بلوڅان په جنوب لویدیزکی،اوکوردان په شمال لویدیزکی  .

په سل ګونی نښی دراکتونودتوغولودپاره ځایونه نښانی  او موخی یې پیژندل سوی دی  چې((۹۹)) په سلوکی یې داټومی وسلودپراختیاسره هیڅ ډول اړیکی نلری . دامریکی واکداران نوی محافظه کاران  داسی په ټینګارسره وایي چې پرایران باندی يرغل په پراخ ډول اوچټکتیاسره اودلږتر لږه تلفاتوپه رامنځته کولوسره  پیل شی . یوکس ددفاع دوازرت دپخوانیومدیران  څخه په ټینګارسره وايي ((ایرانیان دوستان نلري  اوموږپه لازم اوضروروخت  کی  دوی ته  به ووایو چې ستاسوترمځکی لاندی  ژورجوړښتونه  به  درویجاړه وو....))

اومانیته ددفاع دوزارت ددغه مسؤول کس دخولی نه لیکی :(( ټاکوونکی کلي  دهوائی قواوپه لاس کې دی  اودا ډیرکلکه پریکړه ده ،اما موږهغه په جاپان کی تر سره کړل .))

اومانیته دامریکی ددفاع دوزارت دمسؤول ددغی جملی په رانقلولوسره  دا پوښتنه رابرسیره کوی :

ایا دیوبل هیروشیما رامنځته کیدل ترسترګوکیږی ؟

ددی کارپوه دویلوسره سم چې وایی یو ډله کارپوهان ټاکل سویدی چې راتلوونکی ورانی اوویجاړی، چې دیرغل له کبله به وروسته  رامنځته کیږی  اوددی ستریرغل نه نورفنی اړخونه دااوس ترڅیړنی اومطالعی لاندی دی ،موږهغه راتلوونکی دراډیواکـــیتودوریځواودنوروتشعشعاتو،اوددی یرغـــل دقـــربانیانوشمیر،او ممکن دچټلییواودکثافاتودخپریدلواغیزه اوتاٍثیر پرژونداوچاپریال  باندی په راتلوونکی کلونوکی،دااوس ددغوکارپوهانوترڅیړنی اومطالعی لاندی  قرارلری.

اومانیته پدی هکله لیکی :یوشمیرچارواکی په امریکی کې ، پرایران باندی دیرغل نه وروسته  پرراتلوونکی  پیښو باندی خبری کوی  . له دی کبله  همدارنګه دایرغل کیدای سی چې دسیمی د بی ثباتي سبب  وګرځې  اوهمداسی  ایران که داسی پریکړه اوهلی ځلی وکړی چې دعراق خلک په یوپراخ  ښورښ کی دامریکاپرضدچې هلته ګیر پاته  دی او دهغه په وړاندی  یې راوپاره وی  هم دامکا نه  لیری نه ښکاری .

اومانیته پوښتي :ایا دغه یوستردلیل دجګړی پراختیادایران سره د واشینګتن ددکتورفلاموریانولړلید ندی ؟لکه هغه ومخته تښته چې امریکی دکامبوج په بمبارویوکې یې ترسره کړ،باید چې دویتنامیانودملاتړکوونکی سیمی  یې وران اوویجاړکړی وای ،نه نوری سیمی یې؟.

 

 

 


April 16th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی